سنبله 08, 1402 17:48 Asia/Kabul
  • د اسيا جام کرکټ سیالۍ د پاکستان او نیپال په لوبه پیل شوې

په دغه سیالۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه پيل کړه او په پنځوس اورونو کې يې د نيپال په وړاندې ۳۴۲ منډې وکړې او ۳۴۳ منډې هدف یې سیالې لوبډلې ته وټاکه.

نن چهارشنبه د اسيا جام د کرکټ سیالۍ په پاکستان کې د پاکستان او نیپال تر منځ په سیالیو سره پیل شوې.د پاکستان د ملي لوبډلې لوبډلمشرپه ۱۳۱ توپونو ۱۵۱ منډې وکړې. امام الحق په ۱۴ توپونو ۵ منډې وکړې. فخر زمان بیا په ۱۴ منډو وسوځېد او محمد رضوان په ۴۴ منډو د سیالۍ له ډګره سوځېدلی ووت. پاکستان نیپال ته د ۳۴۳ منډو هدف ټاکلی او اوس به د نیپال لوبډله توپ وهنې ته دریږي.

په دې سیالیو کې د اسیا شپږ پیاوړې لوبډلې شاملې دي. پاکستان له هند او نیپال سره په الف او افغانستان له بنګله‌دېش او سریلانکا سره په ب ګروپ کې دی.افغانستان تر دې وړاندې له بنګله‌دېش او سریلانکا سره څو ځلې مخامخ شوی او څو سیالۍ یې ورڅخه ګټلي دي.د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی او د دغه ټیم پخوانی لوبغاړی رييس احمدزی وايي، د دې اسیايي کپ سیالۍ په داسې میدانونو کې کېږي چې د دې جام شپږ واړه ټیمونه ورسره بلد دي.د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې افغانستان به راتلونکې یکشنبه د سپټمبر په درېيمه په لاهور کې له بنګله دېش سره خپله لومړنۍ لوبه وکړي او دوه یمه لوبه به یې له سريلانکا سره د سپټمبر په پنځمه ترسره شي.