سنبله 08, 1402 17:33 Asia/Kabul
  • اسیا جام: بنګله دېش ته لوی ګوزار، لټین داس له سیالیو بهر شوی

د اسیا جام سیالیو تر مخه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ستر ګوزار وخوړ او د لوبډلې مهم لوبغاړی یې له سیالیو بهر شو.

د بنګله دیش کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د لوبډلې ویکټ ساتونکی، توپ وهونکی لیتن داس د ویروسي تبې له امله د اسیا جام سیالیو څخه بهر شوی اوپر ځای یې انعام الحق شامل شوی چې انعام الحق به نن له سکواډ سره یوځای شي.

باید و ویل شي، چې د اسیا جام سیالیو که به د اګست په ۳۱مه د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ لوبه وشي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هندي رسنیو ویلي وو چې د هند د لوبډلې توپ وهونکی کی ایل راهول د اسیا جام په لومړیو ۲ سیالیو کې بهر شوی دی خو کی ایل راهول له لوبډلې سره په کمپ کې لا شته دی. که څه هم هغه ونشو کړای چې سل په سلو کې فټنس ثابت کړي، خو کی ایل راهول به له لوبډلې سره سریلانکا ته ولاړ شي.