اسدالله خان: فکر مې نه کاوه چې پاکستان ته لوبه بایلو؛ اسیا کپ ته مو ښه لوبغاړي ټاکلي
سنبله 07, 1402 10:59 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان وايي؛ فکر مې نه کاوه چې پاکستان ته لوبې بایلو
اسدالله خان رسنیو سره په خبرو کې د دغو ماتو په مهمو علتونو او اسیا کپ ته د لوبغاړو د انتخاب په اړه پوښتنو ته ځوابونه ویلي او وضاحت یې ورکړی دی.
افغانستان د یکشنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږې پنځمه) د اسیا کپ سیالیو ته د ۱۷ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. ده وویل چې دا لوبغاړي یې د اسیا کپ میدانونو وضعیت او د افغان لوبډلې ضرورتونو ته په کتو اعلان کړي دي.
اسدالله خان د وفادار مومند او شاهد کمال په ګډون د ځینو لوبغاړو د نه انتخاب او نورو مسائیلو په اړه پوښتل شوی دی.