سنبله 06, 1402 17:57 Asia/Kabul
  • د ارجنټاین سیباستیان بایز د اي ټي پي وینسټن ازاده اتلولي ګټلې

د ارجنټاین سیباستیان بایز د وینسټن سالم اوپن ټینس لوبلړۍ ګټلې او د نارینه سینګلز په پایلوبه کې یې د خپل کیریر لونی د ای ټي پي هارډ کورټ ګټه په خپل نامه ثبت کړې ده.

د امریکا په متحده ایالاتو کې د وینسټن سالم ازادې د ټینس سیالیو د غوراوي سیالیو لړۍ دوام لري او خلک په پوره مینه ورته ور روان دي.

د نارینه وو د سیالیو په پایلوبه کې د ارجنټاین سیباستیان بایز په زړه پورې لوبه وکړه او د چک جمهوریت جیري لیهکا ته یې په مستقیم سیټونو کې ۴-۶، ۳-۶ سره ماتې ورکړه او نه یوازې دا چې د اتلولۍ جام یې وګاټه بلکې د خپل کیریر لومړی ای ټي پی لقب یې هم خپل کړی.

سباستیان بایز هم له جان مارټین ډیل پوټرو وروسته لومړی ارجنټاینی شو چې په یوه فصل کې یې درې جایزې وګټلې.