سنبله 06, 1402 17:42 Asia/Kabul
  • د بي ډبلیو ایف نړیوال بیډمنټن سیالیو کې د سویلي کوریا این سیي اینګ اتلولي ګټلې

د سویلي کوریا د بیډمنټن ستوري او پېژندل شوې لوبغاړې د بي ډبلیو ايف نړیوال بیډمنټن اتلولي ګټلې. نوموړې د سویلي کوریا څخه لومړنۍ مېرمن ده چې اتلولي ګټي.

د بي ډبلیو ایف نړیوال بډمنټن اتلولۍ د ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې روانې دي، چې د جنوبي کوریا ۲۱ کلنې لوبغاړې د ښځو د سینګلز په پایلوبه کې د اسپانیا ۳۰ کلنې کارولینا ماریا مارتین ته ماتې ورکړه او اتلولي يې ګټلې.

د ښځو د سینګلز سیالیو په پایلوبه کې چې د کوپنهاګن په شاهي ارینا کې ترسره شوه، د جنوبي کوریا مشهورې بیډمنټن ستورې او لوړ پوړې این سي ینګ په زړه پورې لوبه وکړه، چې د هسپانوي مشهورې بیډمنټن ستورې او شپږم درجې کارولاینا مارتین ته یې په ۱۲ پرلپسې سیټونو کې ماتې ورکړه او په پای کې یې د سرو مډال وګاټه.

د سپینو زرو مډال د هسپانیې کارولینا ماریا مارټین ته ورسید او د چین چین یوفي د برونزو مډال وګاټه.