سنبله 06, 1402 16:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان په وړاندې په درې یو ورځنیو لوبو کې د ځينو افغان لوبغاړو لوبه

څو ورځې وړاندې د پاکستان پر وړاندې افغان ملي لوبډلې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې چې دغه لوبلړۍ په یو مخیز ډول د پاکستان ملي لوبډلې وګټله.

رحمن الله ګربز د پاکستان پر وړندې په لومړۍ لوبه کې ۱۸ منډې وکړې. په دوه یمه لوبه کې يې بیا یو سل او یو پنځوس منډې وکړې چې د لوبډلې ټولې منډې په کې تر درې سوه پورې ورسېدې. په درېیمه لوبه کې بیا ښه ونه ځلېد او ژر د لوبې له ډګره ووت.

ابراهیم ځدران په لومړۍ لوبه کې په صفروسوځېد خو په دوه یمه لوبه کې يې اتیا ارزښتناکه منډې وکړې. په درېيمه لوبه کې بیا د پاکستاني توپ اچوونکو ښکار شو او په صفر وسوځېد.

راشد خان بیا د پاکستان پر وړاندې د پنځوس اوریزو سیالیو په لوبلړۍ کې د تمې خلاف لوبه وکړه او په یوه لوبه کې يې ۴۲ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه. په دوه یمه لوبه کې يې ۵۳ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول او په وروستۍ لوبه کې يې د دوه لوبغاړو په سوځولو ۴۲ منډې ورکړې.

مجیب الرحمن په وروستۍ لوبه کې یو ریکارډ جوړ  کړ او د افغانستان له پاره یې تر ټولو چټکه پنځوسیزه ووهله. دی لومړنی افغان لوبغاړی شو چې چټکه پنځوسیزه یې وهلې ده. ده په وروستۍ لوبه کې ۶۴ منډې وکړې او بیا وسوځېد.

محمد نبي د پاکستان پر وړاندې په پنځوس اوریزو سیالیو کې په ترتیب سره ۳ په بله لوبه کې ۲۹ او ۷ منډې وکړې.

حشمت الله شاهدی په یوه لوبه کې دیارلس په بله کې پنځلس او په بله لوبه کې هيڅ منډه ونه کړای شوه او په صفر وسوځېدږ

تگ