سنبله 05, 1402 10:43 Asia/Kabul
  • سردار ازمون په ایټالیا کې د روم کلب سره یوځای شو

د ايټاليا اس روم کلب تیره ورځ اعلان وکړ چې د ایرلورکوزن کلب لوبغاړي سردار ازمون سره یې د ١٢ ميليونه يورو په بدل کې د دغه کلب لپاره د لوبو کولو سند لاسلیک کړی دی.

اس روم کلب د شنبې په ورځ (اګست ۲۶مه) اعلان کړی چې یاد لوبغاړی به د ۲۰۲۴ کال د جون تر پایه د دغه کلب لپاره لوبه وکړي.

د ایران د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی به د ایټالوي کلب ۱۷ نمبر کمیس واغوندي.

ازمون په روبین کازان، روستوف، زنیت او بایرلورکوزن کلبونو کې لوبیدلی دی.

نوموړي د دغو لوبډلو لپاره ۳۱۶ لوبې ، ۱۱۵ ګولونه او همداراز ۴۸ پاس ګولونه یې هم ترسره کړي دي.