دریمه یو ورځنۍ لوبه: پاکستان افغانستان ته د ګټلو لپاره ۲۶۹ منډې هدف وټاکه
د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ وروستۍ لوبه کې پاکستان افغانستان ته د ګټلو لپاره ۲۶۹ منډې هدف وټاکه.
د سریلانکا په کولمبو کې د درېیمې او وروستۍ شل اوریزې لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
د پاکستان ملي لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې لومړی توپ وهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۶۸ منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري محمد رضوان ۶۷ او بابر اعظم ۶۰ منډې وکړې. محمد رضوان یوه شپږيزه او شپږ څلوریزې ووهلې او بابر اعظم یوه شپږیزه او څلور څلوریزې ووهلې.
د افغانستان له لوري ګلبدین نایب ۲، فرید احمد ۲، فضل حق فاروقي، مجیب الرحمن او راشد خان یوه یوه وېکټه واخیسته. د پاکستان په ملي لوبډله کې نن څلور بدلونونه راغلي وو او محمد نواز، فهیم اشرف، وسیم جونیر او سعود شکیل په لوبډله کې شامل شوي. دا د سعود شکیل لومړنۍ لوبه ده.
د پچې اچونې پر مهال کپتان بابر اعظم وويل چې په نننۍ لوبه كې چټک توپ اچوونکي حارث رؤف، نسيم شاه، آل راونډر افتخار احمد او اسامه مير ته آرام وركړې شوي دي۔