سنبله 04, 1402 19:21 Asia/Kabul
  • فیفا د هسپانیې د فوټبال فدراسیون د مشر دنده په لنډمهالې توګه ځنډولې

فیفا د یوې ښځینه لوبغاړې د ښکلولو د پېښې په غبرګون کې د هسپانیا د فوټبال فدراسیون مشر لوئیس روبیلز په موقت ډول ځنډولی.

د برتانيې ميډيا په وینا لوئيس روبلز دنده د هسپانيې د ښځينه فټبال ټيم له لوبغاړي سره د ناروا سلوک کولو په تور معطل کړې. د هسپانيا د فټبال فدراسيون مشر له استعفا کولو نه انکار کړی دی.

د يادونې وړ ده چې د اګست په شلمه نېټه په سيډني کې د ښځو د فوټبال نړيوال جام سياليو په پايلوبه کې اسپانيا انګلستان ته د صفر پر يو ګول په ماتې ورکولو سره په خپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ښځو نړيوال جام وګاټه.

تر سیالۍ وروسته د ډالیو ورکولو په مراسمو کې، د هسپانیا د فوټبال فدراسیون رییس د جینی هرموسو په ګډون د ښځینه لوبغاړې په غېږ کې نیولې چې وروسته یې یوه لوبغاړې په شونډو ښکل کړه.

وروسته جيني هرموسو د يو ټويټ له لارې د لويس روبلز پر دغه عمل خپله ناخوښي څرګنده کړه، چې وروسته د هسپانيا د فوټبال فدراسيون مشر هم د هغه له دغه عمل بښنه غوښتې.

سره له دې، فیفا د هسپانیا د فوټبال فدراسیون د رییس پروړاندې د ښځینه لوبغاړې جیني هرموسو په شونډو د ښکلولو د پیښې په اړه انضباطي قضیه پرانستې ده.

تگ