د مرکزي اسیا ۱۷ کلنو لوبډلو فوټبال سیالۍ؛ افغانستان ایران ته ماتې ورکړه
سنبله 02, 1402 10:24 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې ایران ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.
دغه سیالي چې د مرکزي اسیا یا کافا اتلولیو په ترڅ کې ترسره شوه، افغانستان د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې یو یو ګول ترسره کړ او په دې سره یې د ایران پیاوړې لوبډلې ته دوه د یو پر وړاندې ماتې ورکړه.
دا په روانو سیالیو کې د افغانستان دویمه بریا ده.
افغان لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې قرغزستان هېواد ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه، خو کوربه تاجکستان ته یې بیا درې د یو پر وړاندې بایللې وه.
ټاکل شوې چې افغانستان خپلې راتلونکې دوه سیالۍ له ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره ترسره کړي.