افغان لوبډلې ولې پاکستان ته لوبه وبایلله؟
پرون د افغانستان او د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ پنځوس اوریزه لوبه وشوه چې په پایله کې افغانستان په لوی توپیر ماتې وخوړه.
چمتو کوونکی: عصمت الله میاخېل
د پاکستان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پرونۍ لوبې ته یوازې د دغو لوبډلو لوبغاړي په تمه نه وو بلکې په هر کور او دېره کې ، په هره حجره او هټۍ کې لوستي او نالوستي راټول وو او د خپلې لوبډلې د بریا له پاره یې شېبې شمېرلې.
خبره په دې کې ده چې ولې افغان لوبډلې د لوبې په ډګر کې دومره په اسانۍ ماتې ومنله؟ ایا د تېرې شل اوریزې لوبلړۍ غچ پاکستانۍ لوبډلې په زړه کې درلود او په پوره ځواک سره د لوبې ډګر ته راکښته شوې وه او که پړه د افغان لوبډلې په غاړه هم وه؟
د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې د ماتې د لاملونو په اړه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په خپله یې هم د کوم توپ اچوونکي پر وړاندې څه ونه کړی شول او وسوځېد. نوموړي ویلي چې لوبغاړو ناسم شاټونه وهل نو ځکه ژر وسوځېدل او لوبه يې وبایلله.
خبره له لویه سره د توپ وهنې په برخه کې خرابه وه. پیلیز توپ وهونکي چې د لوبې د لویې برخې منډو کولو تمه ترې کيږي له هماغه لومړي سره وسوځېدل. یوازې رحمن الله ګربز و چې د افغان لوبډلې له پاره يې وچې اته لس منډې وکړې خو دی هم د لوبې له ډګره رخصت کړی شو. د لوبډلمشر خبره هم سمه ده ځکه د لوبغاړي سوځېدل خامخا یو لامل لري: یا به ستړی وي، منډې به یې ډېرې کړې وي، یا به رن اوټ کې ترې تېروتنه کيږي، یا به توپ په سمه توګه نه څاري، یا به ناسم شاټ وهي او یا به خپل مسوولیت ته نه وي ځير او له احساساتو ډکه لوبه به کوي.
د افغان لوبډلې توپوهونکو ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د پاکستان ټول لوبغاړي يې د لوبې په ډګر کې وسوځول. د دوی مسوولیت ترسره شوی خو د د توپ وهنې په برخه کې د پاکستان یوه چټک توپ اچوونکي نسیم شاه ترپایه ناسوځېدلی پاتې شو او ډېره آرامه لوبه یې وکړه. د پاکستان غوره توپ وهونکي محمد رضوان او بابر اعظم پرته له منډو د افغان توپ اچوونکو له لوري وسوځېدل چې دا د افغان توپ اچوونکو له پاره ویاړ دی.
د پاکستان لوبډلې ښه او اغېزمنه توپ اچونه وکړه او افغان لوبډله يې دې ته پرې نه ښوده چې تر ۵۹ ډېر منډې وکړی شي. د افغان لوبډلې مجبیب الرحمن د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي له ډګر بهر کړل او د پاکستان له پاره بیا حارث رووف ښه وځلېد او پنځه افغان لوبغاړي يې په لوبه کې وسوځول. شاهین افریدي په هماغه لومړي سر کې دوه لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړي وو.
د توپ وهنې په ډګر کې رحمن الله ګربز ۱۸ منډې وکړې او د پاکستان امام الحق بیا نیمه سلیزه ووهله چې د افغان لوبډلې له ټولو منډو سره برابره ده.
افغان لوبډلې ته په کار دي چې د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې کلک ودريږي ځکه دوی پخوا یوه لوبلړۍ افغانستان ته بایللې ده نو اوس به هڅه کوي چې د لوبې جام له ځانه سره یوسي او دهمدې له پاره یې هماغه متل پلی کړ چې« لومړی ګوزار د زمري وي». لا دوه لوبې پاتې دي او د افغان لوبډلې د مرام وژل نه دي په کار. افغان لوبډله باید په یاد ولري چې د تېرې ورځې لوبه لومړنۍ لوبه وه چې افغان توپ اچوونکو په کې د پاکستان ټول توپ وهونکي وسوځول او دا دې هم نه هېروي چې سیالې لوبډلې خپل غچ ډېر ژر واخېست.
نو:
په لوړ مرام دې لوبغاړي د لوبې ډګر ته کښته شي. ډګر ساتنه دې لا پیاوړې کړي، توپ وهنه چې زموږ له بنسټيزو ستونزو ګڼل کيږي باید په لویه سینه او پوخ فکر ترسره شي، ناسم شاټ دې نه وهي او هر لوبغاړی دې ځان مسوول وګڼي چې زه به د لوبې یوه برخه په غاړه اخلم. اجازه دې نه ورکوي چې پاکستانۍ لوبډله پرې سترګه سره کړي. زموږ لوبغاړي زموږ د سر سترګې دي او موږ ته یې تل ویاړونه راوړي.