اسد 31, 1402 11:56 Asia/Kabul
  • افغان لوبډلې قرغیزستان ته ماتې ورکړه

د کافا په نوم د آسیا مرکز د تر ۱۷ کلونو کم عمره د فوټبال د اتلولۍ په سیالیو کې د افغانستان ټیم پرون قرغزستان ته درې د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.

افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوکپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې یاسر صافی د دغې سیالۍ چې تاجکستان یې کوربه دی، تر ټولو غوره لوبغاړی غوره شو.

د افغانستان لوبډله له ایران او ازبکستان سره دوه نورې لوبې هم په مخ کې لري.

د تر ۱۷کلونو کم عمره د کافا په نوم د فوټبال د اتلولۍ په دغو سیالیو کې چې پرون یکشنبې پیل شوې او د اګست د میاشتې تر۲۷مې پورې به دوام کوي، د افغانستان، تاجکستان، قرغزستان، ازبکستان او ایران لوبډلو ګډون کړی دی.