کرکټ؛ افغان او پاکستاني ملي لوبډله نن خپله لومړۍ لوبه کوي
اسد 31, 1402 11:22 Asia/Kabul
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نن خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
د دوی لوبه د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپيښين په دوو بجو پيلېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ چې د دې لوبو کوربه دی اعلان کړی چې لوبغالي ته په ورتګ باندې له ننداره چیانو فیس نه اخلي.
افغان لوبډله به له پاکستان سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.