لوبډلمشره له لوبې وروسته د پلار له مرګه خبره شوه
د فیفا د ښځو د نړیوال جام تر ګټلو وروسته د هسپانیې لوبډلمشرې اولګا کارمونا د خپل پلار د مړینې خبر ترلاسه کړ.
د اسپانیا د ښځو فوټبال د ملي لوبډلې کپتانه، چې پرون یکشنبه یې د انګلستان خلاف د نړیوال جام پایلوبه کې د برخلیک ټاکونکي ګول په وهلو سره اسپانیا نړیواله اتله کړه، د نړیوال جام له ګټلو وروسته د خپل پلار له مړینې خبره شوه.
د لوبې وروسته، اولګا کارمونا د خپل پلار له مړینې خبره شوه. د هسپانیې فوټبال چارواکو په ټولنیزو رسنیو کې دغه خبر خپور کړی. اولګا کارمونا په ۲۹مه دقیقه کې د انګلستان پر وړاندې ګول وواهه او هسپانیا د ښځو د نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره د ۱-۰ وروستۍ لوبه وګټله.
د هسپانیا د فوټبال ټولنه وايي، د اولګا کارمونا د پلار په مړینې خواشیني ده، نوموړې د نړیوال جام له پایلوبې وروسته خبر ترلاسه کړ. موږ د اولګا او د هغې کورنۍ ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوو.
د بهرنیو رسنیو په وینا، د اولګا کارمونا پلار له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و، د جمعې په ورځ مړ شو، کورنۍ او ملګرو یې پرېکړه وکړه، چې پر لوبو د تمرکز د ساتلو لپاره اولګا کارمونا ته څه ونه وايي.