اسد 30, 1402 19:22 Asia/Kabul
  • د اسیا جام لپاره د هند لوبډله اعلان شوه

په یاده لوبډله کې « کی ایل راهول» او «بومراه» بېرته لوبډلې ته راستانه شوي.

د هند کرکټ بورډ د روانې میاشتې په پای کې د پاکستان په کوربه توب د اسیا جام لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. د اسیا جام لپاره دغه لوبډله د هند کرکټ بورډ په ټولنیز میډیا اکاونټ کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې اعلان شوې.

روهیت شرما به د اسیا جام لپاره د هندۍ لوبډلې مشري وکړي، په داسې حال کې چې په نورو لوبغاړو کې ویرات کوهلي، شیبمن ګیل، شیریاس آییر، سوریا کمار یادو، تلک ورما، اشان کیشن، هاردیک پانډیا، جسپریت بومرا، محمد شامي، محمد سراج او پرسید کرشنا شامل دي.

د دې ترڅنګ رویندرا جدیجا، شردل ٹھاکر، کی ایل راهول، اکسر پټیل او کلدیپ یادو هم په لوبډله کې شامل دي او سنجو سامسون د سټينډ بای لوبغاړي په توګه په لوبډله کې شامل شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د اسيا جام سيالۍ د اګست په ۳۰مه پيلېږي، د اسيا جام لومړۍ لوبه به د پاکستان او سريلانکا ترمنځ په ملتان ښار کې وي، په دې په ترڅ کې به د پاکستان او هندوستان لوبډلې د سپټمبر په دوه یمه سره مخامخ شي.