اسد 29, 1402 17:46 Asia/Kabul
  •  محسن رضايي د تکواندو د نړیوال فستیوال اتل شو

د افغانستان د تکواندو دغه لوبغاړي د جنوبي کوریا په کوربه توب د تکواندو د نړیوال فیستیوال په لوبو کې د پاکستان، جنوبي کوریا او د نړیوال فدراسیون د کډوالو د ټیم لوبغاړي مات کړل او د سرو زرو مډال یې وګاټه

محسن رضايي، چې په ۵۸کیلو وزن کې لوبیږي په ټیمي برخه کې هم د افغانستان په ګټه د جنوبي کوریا دوه لوبغاړي مات کړل.

هغه دوه اوونۍ وړاندې هم د جنوبي کوریا په کیم اونیونګ سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی وو.

تمه ده د تکواندو د نړیوال فیستیوال په پاتې لوبو کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي حکمت الله زین او محمد اشرف شکران د مغلستان او پاکستان په وړاندې لوبې وکړي.