کرېکټ؛ بین سټوکس یو ځل بیا نړیوال جام ته راستون شو
د انګلستان کرېکټ بورډ تر پرلهپسې هڅو وروسته یو وار بیا د دوه نړیوالو جامونو ګټونکي بین سټوکس ته د راتلونکي نړیوال جام لپاره پخپله لوبډله کې ځای ورکړ.
هغه به د روان ۲۰۲۳ کال په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د انګلستان ملي لوبډلې ته ولوبېږي.
سټوکس تېر کال د سویلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو تر لوبلړۍ وروسته پرېکړه وکړه چې نور به په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ونه لوبېږي.
نوموړی اوسمهال د انګلستان د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر دی.
د انګلستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر لوک رایټ نن چهارشنبه، د راتلونکي نړیوال جام لپاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
په اعلان شوې لوبډله کې جاس بټلر لوبډلمشر، جېسن رای، جاني بیرسټو، ډیویډ ملان، جو روټ، بین سټوکس، لېیم لېوینګسټن، سام کرن، معین علي، عادل رشید، ډیویډ ویلي، کریس ووکس، راس ټاپلي، مارک ووډ او ګس اټکینس شامل دي.
د ۲۰۱۹ نړیوال جام بل ګټونکی لوبغاړی جوفرا ارچر بیا دې نړیوال جام ته نه دی غوره شوی.
ټاکل شوې چې په راتلونکي اکټوبر میاشت کې نړیوال جام په هندوستان کې پیل شي چې د افغانستان او انګلستان په ګډون په کې لس هېوادونه برخه لري.