کرېکټ بورډ: میلپ میوادا د ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکی وګمارل شو
اسد 22, 1402 10:41 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ، هندی کرکټر میلپ پرادیپ کومار میوادا د هېواد د ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ پرون په یوه بیان کې ویلي چې میوادا په سریلانکا کې د افغانستان رونیز کمپ ته رسېدلی دی څو افغان لوبغاړو ته له پاکستان سره د یوورځنیو لوبو د چمتووالي په چاره کې روزنه ورکړي.
د کرېکټ بورډ بیان زیاتوي، چې میوادا د روزونکي په توګه ډېره تجربه لري.
هغه د هند د حیدرآباد د ایالتي ټولنې د لوبډلو، د چاتیسګړ ایالت د سینګ لوبډلې او د جمو او کشمیر د کرکت د ټولنې لوی روزونکی پاتې شوی.