پاکستان د افغانستان پر وړاندې 18 کسيزه لوبډله اعلان کړه
د پاکستان کرکټ بورډ له افغانستان سره دریو یوې ورځنیو لوبو ته د بابر اعظم په کپتانۍ کې د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.
د افغانستان پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سياليو له پای ته رسېدو وروسته به له همدغې ۱۸کسيزه لوبډلې ۱۷ تنه د اسيا کپ سياليو کې لوبېږي. سعود شکيل چې د افغانستان پر وړاندې سيالۍ لپاره غوره شوی، د اسيا کپ برخه به نه وي.
د پاکستان د غوراوي کمېټې مشر انضمام الحق چې په دې وروستيو کې دغه دنده ورسپارل شوی د بابر اعظم په مشرۍ يې عبدالله شفيق، فخر زمان، امام الحق، سلمان علي اغا، افتخار احمد، طيب طاهر، صعود شکيل، محمد رضوان، محمد حارث، شاداب خان، محمد نواز، اسامه مير، فهيم اشرف، حارث روف، محمد وسيم، نسيم شاه او شاهين شاه اپريدی د افغانستان پر وړاندې سياليو لپاره په ۱۸ کسيزه لوبډله کې راټول کړي دي.
افغانستان څو ورځې مخکې د دغو سیالیو لپاره د حشمت شهیدي په مشرۍ د ۱۶ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. افغان لوبغاړي د سه شنبې په ورځ سري لانکا ته روان شول چې دغو سیالیو ته چمتوالی ونیسي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ به د اګست له ۲۲ مې تر ۲۶ نېټې دوام وکړي.