افغان فوټسال ملي لوبډلې له چیک جمهوریت سره سیالي برابره کړه
اسد 17, 1402 11:28 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له چک لوبډلې سره سیالي مساوي پای ته ورسوله دا لوبه نن د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه نیمې بجې پیل شوه او څلور پر څلور مساوي پای ته ورسېده
د کانټینينټال د فوټسال سیالۍ د تایلنډ، افغانستان، چک جمهوریت، میانمار، سلیمان ټاپوګانو او موزامبیک په ګډون په دوو ګروپونو کې جوړې شوي او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله هم په ب ګروپ کې د موزامبیک او چک جمهوریت له لوبډلو سره ده.
تر دې وړاندې د افغانستان د فوټسال لوبډله د کافا په سیالیو کې د دوه یم مقام ته رسېدلې وه.