اسد 17, 1402 11:21 Asia/Kabul
  •  د پاکستان د کرکټ بورډ :انضمام الحق د غوراوي کمیټې مشر وټاکل شو

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې پخوانی کپتان او روزونکی انضمام الحق یې د بورډ د غوراوي کمیټې د نوي مشر په توګه ټاکلی.

د انضمام لپاره به لومړنۍ دنده دا وي چې د را راون آسیایي او نړیوالو جامونو لپاره لوبډلې غوره کړي.

تر انضمام وړاندې هارون رشید پدې مقام کې کار کوه خو دوه میاشتې وړاندې په بورډ کې پراخ بدلونونه راغلل او د ښاغلي رشید دنده هم پای ته ورسول شوه.

انضمام الحق چې تیره اوونۍ د کرکټ بورډ د تخنیکي کمیټې غړی ټاکل شوی و، په یوې اعلامیې کې چې کرکټ بورډ خپره کړې ویلي چې د غوراوي کمیټي مشري کول آسان ندي.

هغه ویلي، "د غوراوي کمیټې مشري کول سخته دنده ده خو دا ځل لا ګرانه شوې ځکه چې د آسیا جام او نړیوال جام بیخي نږدې دي".

خو دې پخواني لوبغاړي ویلي چې د وخت کمښت سره سره، به تر ټولو غوره لوبغاړي د لوبډلې لپاره وټاکل شي.

انضمام الحق په ۲۰۱۶ کال کې هم د پاکستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر ټاکل شوی و خو دا دنده یې په ۲۰۱۹ کال کې پریښوده.د انضمام تر مشرۍ لاندې د پاکستان لوبډلې په ۲۰۱۷ کال کې د اتلولۍ جام پای لوبه وګټله او دوه کاله وروسته د شلو شلو اورونو په درجه بندۍ کې یې لومړی مقام خپل کړ.