اسد 16, 1402 17:26 Asia/Kabul
  •  د ورزش کولو له پاره غوره وختونه کوم دی؟

که وزن کمول غواړئ نو په دې هم باید پوه شئ چې په کوم وخت کې ورزش کول په کار دي.

کله چې تاسې د ډېرې انرژۍ احساس کوئ نو په پام کې ولرئ چې په یوه ټاکي وخت کې ورزش وکړئ. راځئ وګورو چې د متخصصینو په وینا د ورزش کولو لپاره د ورځې ۶ غوره وختونه کوم دي.

۱) سهار وختي (۶-۹ بجو)

دا د هغو کسانو لپاره تر ټولو ښه وخت دی چې د ورځې پیل له ورزش سره کوي، په دې وخت کې ورزش کول نه یوازې دا چې میټابولیزم ښه کوي، بلکې د ټولې ورځې لپاره انرژي ورکوي او په دې وخت کې ورزش کول د وزن د کمېدو امکان ډېر وي.

۲) د ۱۰ -۱۱ بجو

دا وخت د هغو کسانو لپاره ښه دی چې غواړي ورځ یو څه ناوخته پیل کړي.

۳) د غرمې وخت (۱۲-۲ بجو)

ځینې ​​خلک د غرمې د ډوډۍ په وقفه کې تمرین کول اسانه او غوره ګڼي. دا وخت نه یوازې د بدن د غوړو له لاسه ورکولو لپاره خورا ښه دی، بلکې کولی شي د فشار کمولو کې هم مرسته وکړي.

۴) د ماسپښین له ۳-۵ 

دا وخت د ورزش کولو لپاره هم غوره دی، که تاسو خپل ورزش د ماسپښین په ۳ بجو پیل کوئ هڅه وکړئ د غرمې ډوډۍ په ۲ بجو وخورئ، د ورزش او خواړو ترمنځ باید یو ساعت واټن وي.

۵) وخت د ماښام ۵-۷ بجو

ډېری خلک دا غوره ګڼي چې په ماښام کې تمرین وکړي، د کار وروسته ستاسو د ذهن آرامولو لپاره غوره وخت.

۶) د شپې ۷-۱۰

دا وخت د هغو کسانو لپاره غوره ټآکنه ده چې د خوب وخت ته نږدې تمرین کول غوره کوي.

 

تگ