اسد 15, 1402 17:38 Asia/Kabul
  • افغان مدال ګټوونکی  روح‌الله نیکپا د نیوزیلنډ د تکواندو د ملي ټیم روزونکی ټاکل شوی

د نیوزیلنډ هېواد د تکواندو اداره وايي، چې په نړیوالو لوبو کې افغانستان ته لومړنی مدال ګټوونکی روح الله نیکپا یې ددغه هیواد د تکواندو د ملي ټیم چې د نیوزیلنډ په لوړه کچه د ښه کړنو د ټیم په نوم یادیږي ګمارلی دی.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې چې څو ورځې دمخه خپره شوې ویلي، چې ښاغلی نیکپا به د ۲۰۲۴ کال د المپیک په نړیوالو لوبو کې د نیوزیلنډ د ملي ټیم د روزنې او په دغه لوبو کې د نیوزیلنډ د ټیم د تمرینونو د چارو مسوولیت په غاړه ولري.

ددغې ادارې رئیس اوه ویلي دي: "دا په نیوزیلنډ کې د تکواندو لپاره یو ډیر په زړه پورې فرصت دی چې د استعداد وړ دغسې منابع په خپل څنګ کې لري. نیکپا په نړۍ کې د تکواندو په کړیو کې د یو ډیر ښه لوبغاړي په توګه پیژندل کیږي او مونږ ډیر خوشاله یو، چې په لوړه کچه د ښه کړنو د ملي ټیم د روزونکي په توګه هغه له ځان سره لرو".

روح الله نیکپا په داسې حال کې د نیوزیلنډ د ملي ټیم د روزونکي په توګه کمارل شوی، چې د ۲۰۲۴ کال د المپیک نړیوالو مقدماتي سیالیو پیل ته ۷ میاشتې پاتې دي.

ټاکل شوې، چې د تکواندو ملي ټیم ته د غړو د غوراوي پروګرام به د (بارفوت او تامپسن ) په سټډیوم کې د اګست په ۱۹ د نیوزیلنډ د اوکلنډ په ښار کې ترسره شي. د نیوزیلنډ د تکواندو ادارې ویلي، چې ددغه هیواد له ټولو سیمو څخه به وزرشکاران د نیوزیلنډ په لوړه کچه د ښه کړنو ټیم ته د لارې د موندلو لپاره سره سیالۍ وکړي.

روح الله نیکپا په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلنو د المپیک په دواړو نړیوالو سیالیو کې افغانستان ته د برنز مدالونه راوړي و. ښاغلی نیکپا په ۲۰۰۸ کال د المپیک په سیالیو کې افغانستان ته په لومړي ځل په نړیوالو سیالیو کې د برنز مدال راوړی و.