کرېکټ؛ افغانستان د پاکستان خلاف لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر اسدالله خان چې نن (یکشنبه) یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، "څومره چې د پیاوړو او ښو لوبډلو سره لوبې کوو، هومره مونږ ته په کار ده چې کمې تېروتنې وکړو او ښه لوبډله ولرو." هغه وویل افغانستان اوس مهال ډېر ښه لوبغاړي لري خو سیالو لوبډلو ته په کتو باید لوبغاړي غوره شي او د افغانستان لخوا اعلان شوې ټول لوبغاړي د پاکستان خلاف سیالیو ته چمتو دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو دریو یو ورځنیو نړیوالیو سیالیو لپاره خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ دغې لوبډلې ته د نورو لوبغاړو تر څنګ دوه نوي چټک توپ اچونکي هم غوره شوي چې یو ورځنۍ لوبو کې یې د افغانستان ملي لوبډلې ډېره استازولي نه ده کړې.
د معلوماتو له مخې سلیم صافي تر اوسه د افغانستان په ګټه په دوه یو ورځنیو سیالیو کې را څرګند شوی او هغه هم سږ کال د بنګه دېش پر وړاندې، بل چټک توپ اچونکي وفاداد مومند بیا یوازې د افغانستان په استازیتوب دوه ټېسټ لوبې کړې دي.
د سلیم صافي او وفادار مومند تر څنګ ورو توپ اچونکی نور احمد لکڼوال هم د پاکستان خلاف یو ورځنۍ لوبې ته ګرځیدلی، داسې ښکاري چې هغه د بل ورو توپ اچونکي ضیالرحمان اکبر پر ځای چې په لومړي ځل تېره میاشت د بنګله دېش خلاف اخېستل شوی و لوبډلې ته غوره شوی.
اکرام علیخېل هم موده وروسته بېرته لوبډلې ته غوره شوی او د نورو لوبغاړو تر څنګ ریاض حسن او عبدالرحمان هم اخېستل شوي دي.
د کریکټ بورډ لخوا په اعلان شوې نوملړ کې د ۱۶ لوبغاړو تر څنګ شاهد الله کمال او فرید ملک هم احتیاطي لېست کې دي.
افغانستان له پاکستانۍ لوبډلې سره کله د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نه ده کړې خو تېره مارچ میاشت کې یې له دغه هېواده خپله لومړۍ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وګټله.
دا د کرېکټ په تاریخ کې د افغانستان لپاره ډېرې ویاړلي شیبې یادېږي چې پاکستان ته یې ۲-۱ ماتې ورکړه.
له هغې وروسته افغان لوبډلې وړمه میاشت له شري لنکا سره هم د درې یو ورځنۍ لوبې درلودې خو لوبلړۍ یې ۲-۱ بایلوده.
له دغو سیالیو وروسته افغان لوبډلې بیا ویاړ خپل کړ او له بنګله دېشه یي د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ جام کابل ته یووړ، خو دوه شل اوریزه لوبو کې کوربه بنګله دېش برلاسی شو.