اسد 09, 1402 12:19 Asia/Kabul
  •  افغان توپ وهونکي صدیق الله اتل په یوه اوور کې ۷ شپږیزې ووهلې

په کابل غوره لیګ کې افغان توپ وهونکي په حیرانونکي ډول په یوه اوور کې ۷ شپږیزې ووهلې او له توپ اچوونکي يې لاره ورکه کړه.

د افغانستان ځوان توپ وهونکي صدیق الله اتل د شنبې په ورځ د کابل په غوره لیګ سیالیو کې د شاهین هنټرز په استازیتوب د اباسین ډیفینډرز پر وړاندې داسې خوندوره اننګز وکړ چې په میدان کې ناست مینه وال یې حیران شول.

کیڼ لاسي توپ وهونکي صدیق الله اتل په ۵۶ توپونو ۱۱۸ چټکې منډې وکړې، ۷ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې یې ووهلې.