افغان فوتسال لوبډلې ترکمنستان لوبډلې ته ۳ـ ۲ ماتې ورکړه
اسد 08, 1402 19:47 Asia/Kabul
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي د منځنۍ اسیا د فوټسال لوبو د اتلولۍ مقام خپل کړ
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله پنځمه او وروستۍ لوبه کې د ترکمنستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالیو د دویمې درجې مقام خپل کړ
دا لوبه د یکشنبې په ورځ د زمري په ۸ مه د تاجکستان په مرکز دوشنبه ښار کې ترسره شوه.
د هېواد د فوټسال لوبغاړو وتوانېدل چې دغه لوبه د درې پر دوه په مقابل کې وګټي.
افغان لوبډلې په دې ټورنمنټ کې درې بریاوې، یوه مساوي او یوه ماتې وخوړه او د لسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره پای ته ورسېد.