د کرکټ نړیوال جام: هند د آنلاین ټکټونو په اخیستلو بندیز لګولی
اسد 07, 1402 17:59 Asia/Kabul
په هند کې د کرېکټ نړیوال جام لیدلو لپاره باید مینه وال فزیکي ټیکټ ولري، د آنلاین ټکټ کولو اسانتیا بنده شوې.
د روان کال په اکتوبر میاشت کې به په هند کې د کرکټ نړیوال جام ترسره شي، چې مینه وال یې ورته په خورا بې صبرۍ په تمه دي.
د کرکټ د نړیوال جام د مینه والو لپاره بد خبر دا دی چې انلاین به د ټکټونو له اخیستلو خلک بې برخې وي او په دې اړه د هند د کرکټ بورډ سکرتر جې شاه هم یو بیان خپور کړی دی.
د آی سي سي کرکټ ورلډ کپ ټکټونو اخیستلو په اړه، جې شاه ویلي چې په هند کې د نړیوال جام لپاره به ای ټکټونه نه ورکول کیږي، او د ای ټیکټ اسانتیا به د نندارچیانو لپاره هم شتون ونلري.
د هند د کرکټ بورډ سکرتر وویل چې د کرکټ مینه وال باید فزیکي ټکټونه له ځانه سره ولري، فزیکي ټکټونه به له ۷ تر ۸ مرکزونو پورې وار دمخه موجود وي.