اسد 05, 1402 10:40 Asia/Kabul
  •  د افغانستان کرکټ بورډ: څلور ورځنۍ سیالۍ پيلوو

د افغانستان کرکټ بورډ اداره وایي پلان لري، چې ډېر ژر د فرسټ کلاس یا څلور ورځنیو سیالیو ټورنمنټ پیل کړي.

دغې ادارې ویلي، چې په دې موخه نن د غوراوي کمیټې څانګې له ګڼ شمېر هغو لوبغاړو چې فرسټ کلاس سیالیو ته په پلان کې نیول شوي، د فزيکي تکړښت یا یو یو ازموېنه واخېسته.

کرکټ بورډ زیاته کړې،هغه لوبغاړي چې د فزيکي تکړښت یا فټنس په ازموینه کې بريالي شي، فرسټ کلاس سیالیو ته به غوره شي.

فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ د افغانستان په کرکټ کې تر ټولو سترې سیالۍ شمېرل کیږي، چې ډېری ملي لوبغاړي هم په کې لوبيږي.