سعودي «کیلیان امباپې» ته ۳۵۹ میلیون ډالره د اخیستلو وړاندیز کړی
اسد 03, 1402 11:53 Asia/Kabul
د سعودي عربستان الاهلي فوټبال کلب په ۳۵۹ میلیون ډالره د فرانسوي لوبغاړي کیلیان امباپې د اخیستلو وړاندیز کړی دی.
امباپې اوس په 'پاري سن ژېرمن' لوبډلې کې لوبېږي او دغه ټیم ویلي چې امباپې ته یې اجازه ورکړې چې له سعودي کلب سره خبرې وکړي.
پاري سن ژرمن کلب په عین حال کې باور لري چې امباپې به د لوبو د روان فصل په پای کې د هسپانیا ریال مادرید ته لاړ شي.
تر دې وړاندې پاري سن ژرمن کلب په ۲۰۱۷ م کال نیمار په دوه سوه میلیون پونډه د هسپانیا په بارسلونا کلب پلورلی و چې د فوټبال په تاریخ کې د یوه لوبغاړي لپاره تر ټولو لوړه بیه وه.