سرطان 28, 1402 12:21 Asia/Kabul
  • رونالډو: نور به هيڅ اروپايي کلپ سره ونه لوبېږم

د فوټبال ستوری رونالډو چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د سعودي له النصرکلب سره د یوه غوره معاملې له مخې یوځای شوی، وايي چې اوس نو شونې نه ده چې په اروپايي کلب کې لوبه وکړي.

په یوه مرکه کې، رونالډو ویلي چې د سعودي لیګ د امریکا د میجر لیګ څخه غوره دی.

د یادونې وړه ده چې د هغه سیال لیونل میسي په دې وروستیو کې د فرانسوي کلب پییر سینټ جرمین (PSG) سره د تړون تر پای ته رسېدو وروسته د امریکایي فوټبال کلب انټرمیامي سره لاسلیک کړی. 

رونالډو ویلي چې د نړۍ غوره فوټبالرانو ته یې د سعودي په لیګ کې د ګډون له پاره لاره هواره کړې ده.

تگ