د اسپانیا ځوان لوبغاړي د لندن د ویمبلدون تینس جام وګاټه
اسپانوي ۲۰ کلن کارلوس الکاراز د نړۍ او بریتانیا د تینس ستر جام ویمبلدون په یوه سخته سیالۍ کې وګاټه.
ددې جام په وروستۍ لوبه کې الکاراز د نړۍ او صربستان د نامتو اتل نوواک جکویچ سره مخامخ و چې تر اوسه یې د ریکارډ په کچه د نړۍ د تینس ۲۳ «ګرند سلیم» جامونه ګټلي دي.
شل کلن اسپانوی لوبغاړی الکاراز د بل اسپانوي تینس باز رفایل نادال وروسته ددې هیواد دوهم لوبغاړی دی چې د تینس نړۍ یې تسخیر کړې ده.
الکاراز دا لوبه درې د دوو میدانونو په مقابل کې وګټله. که ناواک دا لوبه ګټلای وای دا پنځم پرله پسې ځل وای چې دا جام یې ترلاسه کاوه. ناواک چې غوښتل یې خپل نړیوال ریکارډ نور هم پیاوړی کړي، د جایزو د ورکولو پر وخت یې د مرکې پر مهال وژړل.
ددې جام په ګټلو سره د الکاراز د سترو جامونو (ګرند سلیم) شمیر دوه شو. هغه ډیر ځوان دی او د تینس مبصرین اټکل کوي چې روښانه راتلونکې لري.
هغه د جام له ګټلو وروسته د جایزې اخیستلو په مراسمو کې وویل چې : «دا یوه هیله وه چې پوره شوه.».
د نړۍ د تینس څلور ستر یا ګرند سلیم جامونه عبارت دي د استرالیا د میلبرون جام، د فرانسې د پاریس جام ، د لندن د ویمبلدون جام او د امریکا د نیویارک د یو اس اوپن جام څخه.
الکاراز ددې جام د ګټلو تر څنګ شاوخوا ۲.۳۵ میلیونه بریتانوي پونډه ترلاسه کړل او جکوویچ شاوخوا ۱.۷۵ میلیونه پونډه وګټل.
ددې لوبې لیدلو ته د بریتانیا د شاهي کورنۍ او سیاستوالو تر څنګ د اسپانیا پاچا هم تللی و او د جام د ورکولو وروسته یې د خپل هیواد ځوان لوبغاړي ته مبارکي وویله. د لوبې د نندارچیانو په منځ کې د نړۍ د سپورت، سینما او موسیقۍ مشهورو څیرو هم د دې سیالۍ نه خوند واخیست.