د ټینس یوه مسلمانه ستورې په ویمبلډن کې تاریخ جوړولو ته نږدې شوې
سرطان 24, 1402 18:46 Asia/Kabul
د تیونس انس جابر به د جولای په پنځلسمه د ویمبلډن د ښځینه سینګل فاینل کې د چک جمهوریت له مارکیټا وندروسووا سره مخ شي.
که انس جابر پایلوبه وګټي نو هغه به لومړۍ عربي او افریقایي ښځه وي چې د ټینس ګرانډ سلم سیالۍ وګټي.
۲۸ کلنه انس جابر تېر کال هم د وېمبلډن پایلوبې ته رسېدلې وه، خو د قزاقستان له الینا رابیکینا څخه یې ماتې خوړلې وه.