سرطان 22, 1402 14:00 Asia/Kabul
  • کرکټ؛ بنګله‌دېش سره د شل اووره سياليو لپاره کوم افغان لوبغاړي اخيستل شوي؟

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د بنګله‌دېش د شل اووره سیالیو لپاره زیات هماغه لوبغاړي اخیستل شوي، چې په پنځوس اووره لوبو کې هم وو.

د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات پرون سې شنبه د افغانستان له خوا د پنځوس اووره سیالیو د لوبلړۍ تر ګټلو وروسته رسنیو ته وویل: "د شل اووره مسابقو د ډلې زیات لوبغاړي دلته په یو ورځنیو لوبو کې بوخت وو او ډېر ښه وځلېدل، د شل اووره مسابقو د لوبډلمشر راشد خان په ګډون، فضل حق فاروقي، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن ځدراڼ ټولو په یو ورځنیو لوبو کې ښه لوبه وکړه."

که څه هم افغانستان د بنګله‌دېش په وړاندې پرونۍ پنځوس اووره یا یو ورځنۍ سیالي وبایلله، خو افغانستان بیا هم د تېرو دوو بریاوو له کبله د دې لوبلړۍ ګټونکی شو.

په پام کې ده افغانستان او بنګله‌دېش دوې شل اووره سیالۍ هم وکړي، چې لومړۍ به یې راروانه جمعه او بله د یکشنبې په ورځ وي.