له ویسټ انډیز وروسته زمبابوې هم د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار پیدا نه کړه
سرطان 14, 1402 17:46 Asia/Kabul
کوربه زمبابوې د آی سي سي نړیوال جام غوراوي سیالیو کې له سکاټلینډ څخه ماتې وخوړه او د سږني نړیوال جام څخه بهر شو.
په بلاوایو کې ترسره شوې مهمه لوبه کې سکاټلنډ لومړی توپ وهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۳۴ منډې جوړې کړې. مایکل لیسک ۴۸ منډې جوړې کړې. میتیو کراس ۳۸، برینډن مک مولین ۳۴ او جورج مونسي ۳۱ منډې وکړې.
په ځواب کې د زیمبابوې لوبډله په ۲۰۳ منډو وسوځېده. راین بریل ۸۳ او ویسلي میدویدیف ۴۰ منډې وکړې.
تردې ماتې وروسته د زیمبابوې لوبډله هم د نړیوال جام له سیالیو بهر شوه، تر دې مخکې ویسټ انډیز هم له نړیوال جام بهر شوی و. سریلانکا لا دمخه کوالیفائی کړی او د اکتوبر په 12 نیټه به د نړیوال جام لپاره د پاکستان سره لوبه وکړي.