سرطان 12, 1402 17:27 Asia/Kabul
  • ویسټ انډیز د 2023 کال نړیوال جام سیالیو څخه بهر شو

سکاټلینډ د نړیوال جام په کوالیفای سوپر سیکس سیالیو کې ویسټ انډیز ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه، چې له دې وروسته د دوه ځلي نړیوال جام اتلان د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته له سیالۍ څخه ووتل.

د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په ګروپي سیالیو کې د زمبابوې او نیدرلینډ له خوا تر ماتېدو وروسته، ویسټ انډیز د شنبې په ورځ د سوپر سکس پړاو لوبه کې له سکاټلینډ څخه هم ماتې وخوړه.

په هرارې کې د نړیوال جام کوالیفای سوپر سکس لوبې پچه سکاټلینډ وګټله او ویسټ انډیز ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۸۱ منډو وسوځیده، جیسن هولډر تر ټولو زیاتې ۴۵ منډې او روماریو شیفرډ ۳۶ منډې وکړې.

د سکاټلنډ له لوري برینډن مک مولن ۳، کریس سول، میټ واټ، کریس ګریوز ۲، ۲ او سفیان شریف یوه وېکټه واخیسته. د ویسټ انډیز د ۱۸۲ منډو هدف سکاټلینډ په ۴۳.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ او په ۷ ویکټو یې ماتې وخوړه.

د سکاټلینډ له لوري متیو کراس ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او برینډن مک مولن ۶۹ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لپاره عقیل حسین، روماریو شیفرډ او جیسن هولډر یوه یوه ویکټ واخېسته.

له دې ماتې سره د دوه ځلي نړیوال جام اتل ویسټ انډیز د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار پیدا نه کړه.

تگ