سرطان 03, 1402 17:25 Asia/Kabul
  • د پاکستان لوبډله د ساف فوټبال له سیالیو بهر شوه

د پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د پرلپسې ماتو لړۍ روانه ده، پاکستانۍ لوبډلې په هند کې په پیل شوې د صاف فوټبال سیالیو په لړ کې خپله دوه یمه لوبه هم کویټ ته وبایلله.

د A ګروپ په لوبه کې چې د هند د بنګلور ښار په سریکانتیراوا لوبغالي کې ترسره شوه، د کویټي لوبډلې له پیل څخه پر پاکستان برید وکړ او په لسمه دقیقه کې حسن العنیزي ګول وواهه او لوبډله یې د یو پر صفر مخکښه ورکړه.

مبارک الفاني په ۱۷مه دقیقه کې د لوبډلې لوړاوی دوه برابره کړ، د لومړۍ نیمايي له پای ته رسېدو مخکې یې خپل دوه یم او د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه او د کویت لوبډلې ته یې د ۳-۰ په وړاندې بریا ورکړه. د لوبې څلورم ګول د لوبې په ۷۰ مه دقیقه کې نصیر الراشدي وواهه.

په دې توګه کويټ پاکستان ته 0-4 ماتې ورکړه.

 

تگ