جوزا 31, 1402 17:25 Asia/Kabul
  • کریسټیانو رونالډو لومړنی فوټبالر شو چې ۲۰۰ نړیوالې لوبې ترسره کوي

پرتګالي فوټبالر د آیسلنډ پر وړاندې خپه دوه سومه لوبه وکړه او د ګول په وهلو سره يې د فوټبال دغه ستوري په نړیوال کیرېر کې ۱۲۳ ګولونه پوره کړل او په دې سره د ګینس کتاب د نړیوالو ریکارډونو استازي کریسټیانو رونالډو ته د نوي ریکارډ سند هم ورکړ.

پرتګال د یورو کوالیفایینګ اتلولۍ په سیالیو کې آیسلنډ ته ۱-۰ ماتې ورکړه.کریسټیانو رونالډو د آیسلینډ پروړاندې د پرتګال په ملي لوبډله کې په برخې اخیستو سره د خپلو ملي لوبو شمیر دوه سوو ته رسولی دی. هغه د فوټبال په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې دا ډول ریکارډ ترلاسه کوي. د پرتګال د ملي لوبډلې لوبډلمشرهم د یو سل او دوه ویشت ګولونو په وهلو سره د نړۍ تر ټولو غوره توپ وهونکی ګڼل کیږي.د کریستیانو رونالډو د نوي ریکارډ د جوړولو په مناسبت د ګینس کتاب د نړیوال ریکارډ استازی تیره شپه د آیسلینډ او پرتګال تر منځ د سیالۍ په ځای ریکیاویک کې راڅرګند شو او د دغه ځانګړي ریکارډ سند یې د پرتګار د لوبډلې لوبډلمشر ته ورکړ. رونالډو خپله لومړۍ ملي لوبه په دوه زره درېیم کال کې د قزاقستان پر وړاندې ترسره کړې او تېره شپه یې د شل کلنو ملي لوبو د پام وړ دوام په پایله کې د دوه سوه یم ځل لپاره د خپل هېواد د ملي لوبډلې کمیس واغوسته. کریس د دوه زره شپږم کال له نړیوال جام څخه تر دوه د زره دوه ویشتم کال د نړیوال جام پورې په دوامداره توګه ګډون کړی دی.

تگ