آی پي ایل: ګمبیر له کوهلي سره په لوبغالي کې د شخړې په اړه چوپتیا ماته کړه
په دغه لوبه کې د لکنو د توپ وهونکي نوین حق او بنګلور فیلډر ویرات کوهلي تر منځ لفظي جګړه پیل شوه، خو د امپائر او ملګري توپ وهونکو مداخله وکړه، چې د خبرو جګړه دلته پای ته ونه رسیده. په دې لوبه کې کله چې رایل چیلنجرز بنګلور لکنو ته ماتې ورکړه، د لوبې په پای کې نوین الحق او ویرات کوهلي یو ځل بیا په داسې حال کې چې د دواړو لوبډلو لوبغاړو لاسونه سره ورکول نو دوی بیا لفظي بریدونه سره وکړل.
د هند غوره لیګ (آی پي ایل) کې د لکهنوو لوبډلې سوپر جاینټس روزونکي ګوتم ګمبیر بالاخره په لوبغالي کې د لوبې پرمهال د رویل چلینجر بنګلور لوبغاړي ویرات کوهلي سره د شخړې په اړه خپله چوپتیا ماته کړه.
د مې په لومړۍ نېټه د لکنو سوپر جاینټس افغان کرکټ لوبغاړو نوین حق او ګوتم ګمبیر له ویرات کوهلي سره ترخې خبرې کړې وې، چې وروسته یې د لوبډلې د ملګرو پر مټ په منځ کې منځګړتوب کړی و.
څه شوي دي؟
په دغه لوبه کې د لکنو د توپ وهونکي نوین حق او بنګلور فیلډر ویرات کوهلي تر منځ لفظي جګړه پیل شوه، خو د امپائر او ملګري توپ وهونکو مداخله وکړه، چې د خبرو جګړه دلته پای ته ونه رسیده. په دې لوبه کې کله چې رایل چیلنجرز بنګلور لکنو ته ماتې ورکړه، د لوبې په پای کې نوین الحق او ویرات کوهلي یو ځل بیا په داسې حال کې چې د دواړو لوبډلو لوبغاړو لاسونه سره ورکول نو دوی بیا لفظي بریدونه سره وکړل.
د ګوتم ګمبیر څرګندونې:
اوس د IPL پای ته رسیدو څو ورځې وروسته، ګمبیر په یوه پروګرام کې د موضوع په اړه خبرې وکړې.
ګوتم ګمبیر ویلي، زه فکر نه کوم چې په دې اړه له ما څخه کوم وضاحت ته اړتیا موجوده وي، ما په تېرو وختونو کې د کرکټ له ډېرو لوبغاړو سره په لوبغالي کې جګړه کړې ده، خو دا جګړه مې تل تر میدان پورې محدوده ساتلې ده. د دوو کسانو ترمنځ د ترینګلتیا. کلیمي باید یوازې په لوبغالي پورې تړلې وي.
ګاتم کمبیر ولې د نوین الحق پلوې کړې وه؟
د دې پوښتنې په ځواب کې ګوتم ګمبیر وویل، زه به ووایم چې هغه وخت ما د هغه چا طرفداري وکړه چې سم وو، ما احساس کاوه چې نوین په هغه وخت کې هیڅ غلط نه و کړی، نو دا زما دنده وه چې هغه ته ودریږم. زه به دا کار تر وروستۍ ساه پورې کوم، که د نوین په ځای کې بل څوک هم وای، ما به هم همداسې کړي وای. دغه پخواني کرکټر ویلي، زه له هغو کسانو نه یم چې وايي دا کرکټر زموږ دی او دا ستاسو دی، زه تل د حق ملاتړ کوم او دوام به یې ورکوم.