د شعیب اختر د دوه یم واده او مېرمنې په اړه لومړنۍ خبرې
شعیب اختر له داسې ستورو لوبغاړو څخه دی چې په نړیوال کرکټ کې له خپل پیل راهیسې ځلیدلی دی.
هغه تل د خپل زړورتوب، توپ اچونې ، تخنیک او ډیری وختونه د لوبې په ډګر کې یا بهر د هغه بشپړ تفریحي شخصیت هم پیژندل شوی دی او خلک يې پېژني. او د هغه دا ټولې ځانګړتیاوې لاهم د هغه په یوټیوب ویډیوګانو او تلویزیونونو کې شته دی.
د شعیب اختر واده
شعیب اختر د خپل کیریر په وروستۍ دوره کې واده کړی. د کلونو په اوږدو کې ډیری مشهورو شخصیتونه له هغه سره اړیکې درلودې، خو هغه تل د هر ډول اوازو په اړه پټه خوله پاتې شوی. وروسته يې له خپلې مېرمنې رباب سره واده وکړ او له دې سره يې دوه ښکلي زامن پيدا شول.
شعیب اختر وايي کله چې په حج کې وم نو مور مې له یوې کورنۍ سره ښه راشه درشه درلوده. ده وویل چې هلته یې مور پریکړه وکړه چې د دې کورنۍ لور به په کورنۍ کې یوځای کوي. شعیب وايي چې مور ته یې هېڅکله «نه» نه دي ویلي او د خپلې خوښې له مخې یې واده کړی دی.
د دوه یم واده په اړه د شعیب اختر خبرې
کله چې له شعیب اختر څخه د دوه یم واده په اړه د هغه نظر وپوښتل شو، هغه وویل چې اسلام د څو ودونو اجازه ورکړې، مګر هغه احساس کوي چې یو سړی باید یو واده وکړي. هغه وويل، چې نجلۍ له کوره راځي، نو خاوند يې بايد تل وفادار، مهربانه وي او پاملرنه يې وکړي.
هغه وویل زه داسې سړی نه یم چې کله به د دویم واده فکر وکړم.