جوزا 20, 1402 17:06 Asia/Kabul
  • ویرات کوهلي په اوسني عصر کې کوم لوبغاړی د ټیسټ کرکټ غوره لوبغاړی نومولی؟

د هند او اسټرالیا تر منځ د ورلډ ټیسټ سیالیو پای لوبه د اوول په لوبغالي کې روانه ده. د اسټرالیا او هند ترمنځ د کرکټ د نړیوالې شورا (آی سي سي) د روان ټېسټ سیالیو دوه یمه ورځ هم د کنګروز په نوم شوه، چې هند په کې له سختو ستونزو سره مخ ښکاري.

د دې مهمې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې اسټرالیا ۴۶۹ منډې جوړې کړې، چې د کینګروز لوبډلې سټیون سمېت په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او ۱۲۱ منډې یې جوړې کړې او لوبډلې سره د ستر هدف په ټاکلو کې لویه مرسته وکړه.

د نړیوال ټېسټ اتلولۍ په پایلوبه کې د یوې سلیزې له زیاتولو وروسته سټیو سمیت په خپل کرېر کې تر دې دمه ۳۱ ټیسټ سلیزې وهلي دي چې له دې ډلې یې ۹ سلیزې د هند پر وړاندې جوړې کړې دي.

له ICC سره په خبرو کې د هند پخواني کپتان ویرات کوهلي سټیون سمېت د اوسني عصر تر ټولو غوره ټیسټ کرکټر بللی او ویلي یې دي چې د سمېت په پرتله په ټیسټ کرکټ کې هیڅ څوک نشته، په داسې حال کې چې د هغه ریکارډونه هم د دې خبرې شاهدي ورکوي.

ویرات کوهلي ویلي چې په دې کې شک نشته چې په ټیسټ کرکټ کې ښه لوبغاړی دی، تل د ده پر وړاندې د لوبېدو پر مهال له ستونزو سره مخ کېدل شته او د ده د ژر تر ژره سوځولو هڅې تل روانې وي.

تگ