جوزا 20, 1402 16:57 Asia/Kabul
  • لیونل میسي به له کوم کلب سره یوځای شي؟ نوم یې معلوم شو

د فرانسوي کلب پاریس سینټ جرمین سره د میسي تړون پای ته رسېدلی دی. د فوټبال نړیوال ستوری او د ارجنټاین کپتان لیونل میسي د فرانسوي کلب پاریس سینټ جرمین (PSG) سره د تړون پای ته رسیدو وروسته له امریکایی فوټبال کلب انټر میامي سره یوځای کيږي.

لیونل میسي د نړۍ یو له غوره فوټبالرانو څخه دی، د فرانسوي کلب پاریس سینټ جرمین سره یې تړون په دې وروستیو کې پای ته رسېدلی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، داسې راپورونه شتون لري چې میسي به د PSG پریښودو وروسته د سعودي کلب الهلال سره یوځای شي خو د سعودي کلب د زړه راښکونکي وړاندیز د منلو پر ځای، هغه اوس د امریکا د فوټبال کلب انټر میامي سره یوځای شوی، چیرې چې د نړۍ دوه لوی شرکتونه به هم د هغه تړون برخه وي.

دا به د میسي په مسلک کې لومړی ځل وي چې هغه به له اروپا څخه بهر د کلب لپاره لوبه کوي، خو د انټر میامي کلب سره د تړون جزیات نه دي په ډاګه شوي. دغه ستوری فوټبال لوبغاړی په 2021 کې د PSG کلب سره یوځای شوی و.

تگ