د بنګله دېش پر وړاندې له ټیسټ لوبې مخکې افغانستان ته لوی ګوزار
جوزا 20, 1402 16:48 Asia/Kabul
د افغانستان تکړه لیګ سپېنر لوبغاړی راشد خان د بنګله دیش پر وړاندې د یوازینۍ ټیسټ لوبې څخه بهر شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، راشد خان د ټپي کېدو له امله د سریلانکا پر وړاندې دوه یو ورځنۍ لوبې هم ونه شوي کړای.
د ACB په وینا، مدیریت او طبي ټیم د راشد خان فټنس ته لومړیتوب ورکړی او د احتیاط په توګه یې د بنګله دیش پر وړاندې ټیسټ لوبې لپاره راشد خان ته د آرام ورکولو پریکړه کړې.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، راشد خان ته د ارام کولو پرېکړه یې د اسیا جام او نړیوال جام وړاندې د هغه د فټنس په خاطر کړې ده. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ يوازينۍ ټسټ لوبه به د جون له ۱۴مې تر ۱۸مې په ډاکه کې ترسره شي.