سینګاپور د اسونو د 180 کلنې سیالۍ پای ته رسولو خبر ورکړی
جوزا 17, 1402 17:25 Asia/Kabul
سینګاپور پریکړه کړې چې د آسونو د سیالیو 180 کلن تاریخي دود پای ته ورسوي، دارنګه د راتلونکي کال د سینګاپور ټرف کلب کې وروستۍ سیالۍ یې هم اعلان کړې.
د سینګاپور حکومت خبر ورکړی دی چې د ځغاستې 120 جریبه ځمکه به بیرته واخلي او د عامه او شخصي مېشتځایونو لپاره به یې وکاروي.
د بریتانیې ملکه دوه یمه الیزابت د هغو کسانو له ډلې وه چې په منظم ډول یې په ریسینګ کې برخه اخیسته او د ریسینګ لپاره یې د لوړ نسل اسونو پالنه کوله. نوموړې په ۱۹۷۲ کال کې په سینګاپور کې د هغې په نوم د ملکې الیزابیت کپ پرانسته وکړه، په داسې حال کې چې د دوه یم ځل لپاره ، هغې په 2006 کې د اسونو ریسینګ سیالیو کې برخه اخیستې وه.
د سینګاپور ټرف کلب په یوه بیان کې ویلي چې د سلم لوی د سنګاپور د سرو زرو جام به هم راتلونکی کال ترسره شي.