پاکستان د وایټ بال لوبلړۍ له پاره د نیوزیلینډ وړانديز منلی دی
د راپورونو له مخې د پاکستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د وایټ بال د لوبلړۍ د لوبولو هوکړه کړې ده.
د راپورونو له مخې د پاکستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د وایټ بال د لوبلړۍ د لوبولو هوکړه کړې ده. د دواړو لوبډلو تر منځ د لوبو د بڼې او سیالیو په اړه تر اوسه پریکړه نه ده شوې، خو د پاکستان او نیوزیلینډ سیریز به د پنځو شل اوریزو یا دریو یو ورځنیو لوبو د ترسره کېدو شونتیا شته.
د پاکستان او اسټرالیا تر منځ درېیمه ټیسټ لوبه د جنورۍ په اوومه نیټه په سډني کې پای ته رسیږي، چې نیوزیلینډ په شته برخه یا کړکۍ کې د وايټ بال د کرکټ لوبلړۍ ترسره کولو په لټه کې دی.
د جيو نيوز د خبر له مخې، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې او کيويز ترمنځ د وایټ بال لوبلړۍ به د ٢٠١٤ کال د جنورۍ له دويمې اونۍ پيل شي.
تيره مياشت نيوزي لينډ پاکستان ته د يو لړ ټآکل شویو اوورونو لوبو لپاره د سفر بلنه ورکړې وه چې پي سي بي ورسره منلې ده. د یادونې وړ ده چې د نيوزي لېنډ لوبډله د اپريل او مې مياشتو کې پاکستان ته د يو ورځنيو او ټي ټوئنټي لوبلړیو لپاره راغلې وه.