جوزا 15, 1402 12:10 Asia/Kabul
  • کک باکسر شاه زیب رند، چې په امریکا کې یې مسلکي سیالۍ ګټلې، بیرته کویټې ته راستون شو

کک باکسر شاه زیب رند په امریکا کې د مسلکي سیالیو ګټلو وروسته کوټې ته راغلی او د هغه تود هرکلی شوی. د کوټې په هوايي ډګر کې د بلوچستان د وزيراعلي ویاند بابر يوسفزي او د سپورټ څانګې چارواکو د ده هرکلى وکړ.

پر دغه مهال بابر یوسفزي ویلي چی شاه زیب رند د پاکستان نوم په ټوله دنیا کښي اوچت کړی، شاه زیب درنه مقابله ګټلې ده. د پاکستان د ووشو درې ځله ملي اتل شاه زیب رند د امریکا د سفر په اړه ویلي چې د امریکا دوره ښه وه.

ده ویلي چې تر اوسه هیچا دوه مسلکي سیالۍ نه دي ګټلي، زما راتلونکې موخه  نړیواله اتلولي ده، هیله لرم چې حکومت به زما ملاتړ وکړي.

شاه زیب رند، چې د بلوچستان له غرونو څخه یې د اتلولۍ مسلکي جنګیالي لوبغاړي کیدو لپاره سفر کړی، د کوټې د ویاړمنو هنرمندانو څخه دی. شاه زیب رند یوازې څلور کلنۍ کې د مارشل آرټ تمرین پیل کړی او تر ۷۰ زیاتې بریاوې یې ترلاسه کړې.

  شاه زیب رند وویل چې پخوا به حکومت ملاتړ نه کاوه، امید لرم چې اوس به وي، زه غواړم چې د بلوچستان د ځوانانو ملاتړ وکړم. د پنجاب د وزيراعلي وياند ويلي شاه زيب رند د پاکستان او بلوچستان وياړ دی، وزيراعلي د شاه زيب رند سره د هر ډول ممکنه همکارۍ له پاره چمتو والی لري.

تگ