جوزا 13, 1402 17:54 Asia/Kabul
  • آی سي سي، پی سی بی ته ډاډ ورکوي چې هندوستان به په پاکستان کې چمپینز ټرافي لوبوي

د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) پلاوي د راپور له مخې د پاکستان کرېکټ بورډ (PCB) ته ډاډ ورکړی چې د هند په ګډون ټول هېوادونه به د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي په پاکستان کې کوي.

د آئي سي سي مشرګريګ برکلي او چيف ايګزيکټيو افسر جيف الارډائس د پي سي بي سره د ورلډکپ مسئلې د حل لپاره په دوه ورځني دوره پاکستان ته راغلي دي.

د آئي سي سي لخوا 2025ء په چمپيئنز ټرافي كې د ټولو هېوادونو د ګډون په اړه يقين د پي سي بي انتظامي كمېټۍ مشرنجم سيټي سره د لیدنې پر مهال ورکول شو۔

نجم سیټي د آی سي سي پلاوي ته په هند کې د ټورنامنټ د لوبولو، د اسیا کپ مسلې، د نوي مالي ماډل او چمپینز ټرافي په اړه د پاکستان د اندیښنو په اړه معلومات ورکړل. د نجي ټي وي سما له مخې نجم سيټي ورته وويل چې د اسټراليا، انګلينډ او نيوزي لينډ د پاکستان دورې کاميابه وې په داسې حال کې چې هلته کومه امنيتي ستونزه نشته نو هند ته بايد پاکستان ته په سفر کې کومه ستونزه نه وي.

تگ