جوزا 13, 1402 17:45 Asia/Kabul
  • هند پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د جونیر اسیا د هاکي کپ اتلولي خپله کړه

د جونیئر اسیا د هاکي کپ په پایلوبه کې ستر سیال هند، پاکستان ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د عمان په سلاله ښار کې د جونیر اسیا کپ هاکي ټورنامنټ په پای لوبه کې د هند لوبډلې پاکستان ته د دوه پر یو ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه.  پاکستان مالیزیا ته په ماتې ورکولو د جونیر اسیا هاکي کپ پایلوبې ته لاره موندلې وه. 

هند د څلورم ځل لپاره د جونیر اسیا کپ اتلولي خپله کړه. د پاکستان لپاره یوازینی ګول بشارت علي وکړ.

تيره ورځ پاکستان ماليزيا ته د دوه په مقابله کښي شپږ ګولونو سره ماتي ورکړه او د جونيئر ايشيا هاکي کپ پایلوبې ته وتلی و۔

تگ