جوزا 13, 1402 17:37 Asia/Kabul
  • رونالډو د سعودي لیګ د راتلونکي په اړه څه وویل؟

د پرتګال ستوري فوټبالر کریسټیانو رونالډو ویلي چې د سعودي پرو لیګ کولی شي د نړۍ په 5 لوی لیګونو کې شامل شي که چیرې نور مشهور لوبغاړي ورته راشي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې د یوې مرکې په ترڅ کې کریسټیانو رونالډو ویلي چې که د لوی نوم، مشهور، ځوان او پخواني لوبغاړي دغه لیګ ته راشي دا به ښه خبره وي ځکه چې دغه لیګ ته به لیګ ته وده ورکړي.

کریسټیانو رونالډو ویلي چې د سعودي پرو لیګ خورا ښه دی او د ښه والي لپاره ځای لري، ښې لوبډلې او خورا ښه محلي فوټبالران لري. هغه ویلي: "زه دلته خوشحاله يم، غواړم دلته خپلې لوبې ته دوام ورکړم او دلته به ولوبېږم."

د فوټبال دغه ستوري لوبغاړي ویلي چې دوی د زیربنا ښه کولو ته اړتیا لري او ریفريان هم باید یو څه ګړندي وي. د بهرنیو رسنیو په وینا، د لیونل میسي په ګډون ډېر مشهور لوبغاړي ښايي د خپل کیریر تر پای ته رسېدو لږ مخکې یا وروسته له سعودي لیګ سره یوځای شي.

دبهرنيو رسنیو له مخې کريستيانو رونالډو په دسمبر مياشت کې له النصر فوټبال کلپ سره له يوځاي کيدو وروسته  خپل اولني سيزن له همدوی سره بشپړ کړى اؤ دهغې لوبډلې د سعودي پرو ليګ کې يې دوه یم مقام ترلاسه کړى دى.

تگ