جوزا 11, 1402 10:54 Asia/Kabul
  • د «جونيئر هاکي ايشيا کپ» پایلوبه کې به نن د پاکستان او هندوستان لوبډلې مخامخ کيږي

پاکستان د «جونيئر هاکي ايشيا کپ» پایلوبې ته رسېدو په موخه ماليزيا ته د دوه پر شپږ ګولونو په توپير سره ماتي ورکړه.

د پاکستان د هاکي ملي لوبډلې پرون د عمان په صلاله ښار کې د جونیئر هاکي اسیا جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې مالیزیا ته په ۶ ګولونو ماتې ورکړه او سیالې لوبډلې پاکستان دوه ګولونه ووهل. د دغې لوبډلې لپاره لومړی ګول محمد سفیان خان په ۴۲مه دقیقه کې، دویم ګول عبدالرحمن په ۴۴مه دقیقه کې او درېيم ګول عبدالحنان شاهد په ۴۷مه دقیقه کې  وواهه.

د دې تر څنګ د پاکستان له لوري عبدالرحمن د لوبې په ۴۸مه دقیقه کې څلورم او په ۵۱مه دقیقه کې پنځم ګول په وهلو سره خپل هټریک بشپړ کړ. عبدالرحمن د دې سیالیو په نیمه پایلوبه کې د مالیزیا پر وړاندې د هیټریک په ترسره کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په نیمه پایلوبه کې بریا سره پاکستان په پرلپسې درۍیم ځل د جونیئر اسیا هاکي کپ فائنل ته وتلی دی او په مجموع کې يې اووم ځل دی.

مالیزیا ته له ماتې ورکولو وروسته به نن پاکستان د جونیئر اسیا جام په پایلوبه کې له خپل سیال هند سره مخامخ شي.

تگ