د اسیا جام سیالۍ به له پاکستان پرته په کوم هیواد کې ترسره شي؟
د ای سي سي مشر جې شاه د متحده عرب اماراتو د کوربه توب په وړاندیز غور کوي. پاکستان به د سپټمبر په میاشت کې د اسیا جام کوربه توب کوي، خو ځینې لوبې به په بې طرفه ځایونو کې ترسره شي چې د متحده عربي اماراتو چارواکي یې ورته لېواله کړي دي.
پاکستان به د سپټمبر په میاشت کې د اسیا جام کوربه توب کوي، خو ځینې لوبې به په بې طرفه ځایونو کې ترسره شي چې د متحده عربي اماراتو چارواکي یې ورته لېواله کړي دي.
د سرچینو په وینا، د متحده عربي اماراتو چارواکو په هند کې د اسیا کرکټ شورا (ای سي سي) له مشر جې شاه سره لیدلي او د اسیا کپ کوربه توب ته یې لېوالتیا ښودلې ده.
د متحده عربي اماراتو چارواکو له جې شاه سره په خبرو کې ویلي چې ابوظبي، دوبۍ او شارجه د اسیا جام لپاره غوره ځایونه دي. متحده امارات په تیرو وختونو کې هم د BCCI لومړی انتخاب و. سرچینې ادعا کړې، چې د اسیا د کرکټ شورا مشر متحده عربي اماراتو ته د اسیا جام د کوربه توب پر وړاندیز غور پیل کړی، چې له دې سره به سریلانکا له کوربه توب بهر شي.
دسرچينو له مخې د هند کرکټ بورډ (BCCI) د اسيا کپ په اړه د پاکستان کرکټ بورډ (PCB) د هايبرډ ماډل وړانديز رد کړی دی.